د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په سرکاري دوره روس ته ورسيد

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په سرکاري دوره روس ته رسيدلې دے، د دورے بلنه د روس فيډريشن کونسل چيئرپرسن ويلنټينا مټوينکو وركړې ده۔د اتوار په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ ميډيا ډائريکټوريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې روس ته په رسيدو د سېنېټ چيئرمېن هركلے د روس فيډريشن کونسل كښې د روس پاکستان فرينډ شپ ګروپ مشر شيزو ولادمير وكړو۔د سېنېت چيئرمېن په دې موقع پاکستان ټيلي ويژن سره د روس دورے په اړه مركه هم وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د روس سره د پاکستان پارليماني اړآكو مهمو ګڼو،د دغه اړيكو لا قوي كولو خوښي لرو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پلاويو تګ راتګ كښې تندي رامخې ته شوي كوم چې يو مثبت پيشرفت دے۔ د روس خپلې دورې په مهال به د سېنېټ چيئرمېن د اعلي پائې ملاقاتونه كوي۔ملاقاتونو كښې پا رلماني مرستي ته په وده وركولو،د سيمي په مجموعي صورتحال او بېلو څانګو كښې د مرستي په امکاناتو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔