پاکستان د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوترس د اړخه د پاکستان او هند ترمينځه اوسني جنګ بندۍ لوظنامې هركلې په بيان مننه وكړه

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوترس د اړخه د پاکستان او هند ترمينځه اوسني جنګ بندۍ لوظنامې هركلې په بيان مننه كړې۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې پرېس ریلیز كښې وئيلي شوي پاکستان د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل دې جائزې سره اتفاق کوي چې دا پیشرفت دسوئيلي اسياﺀ كښې امن او استحکام لپاره ښه چاپيرچل ته ودي وركولو پلو د يو مثبت اقدام نشاندهی كوي۔خارجه دفتر په دې تناظر كښې د پاکستان د عزم پخلے كوي چې د جمو او كشمير شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او کشمیریانو د هيلو ترمخه حل كول سيمه كښې كوټلي امن او لپاره ضروری ده،پاکستان امن او سيمه ايز استحکام وده كښې د ملګرو ملتونو كردار مهم ګڼي،مونږ د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قانون په اصولو اډانه تعمیری او د نتيجې وړ مذاکراتو خپل عزم كښې ثابت قدم يو،د كوم مقصد چې سوئيلي اسياﺀ وګړو لپاره امن، سلامتیا او پرمختګ باوري كول دي۔