
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د هندي جارحیت په ضد د پاك پوح په اوسني کامیاب عملياتو قوم له مباركي وركولو سره وئيلي چې د هېواد سیاسی و عسکری قیادت ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په خصوصی اعلان د یوم تشکر په موقع د پاکستان مسلم لیګ (ن) كے پی کے قیادت سره پرېس کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل نن ورځ ټول قوم لپاره د تاریخی کامیابۍ جشن لمانځلو ورځ ده په دې موقع زه دا اعلان كولو سره خوشحاله شوې يم چې د کے پی کے ضلع کرم سره تعلق لرونكي د صوبائی اسمبلۍ غړي علی هادی د پاکستان مسلم لیګ (ن) کارکردګۍ سره متاثره كيدو سره پاکستان مسلم لیګ (ن) كښې د شمولیت اعلان کړې كوم سره چې دا خوشحالي يو په دوه زياته شوي۔ انجینئر امیر مقام د هندي جارحیت په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ووئيل وړاندې هند د پهلګام ډرامه وكړه او بيا ئې په يو اړخيزه ډول د سندھ طاس معاهدے معطل کولو غير قانونی اقدام كولو سره د پاكستان د امن خواهش رد كولو سره په ډرون او توغندو د پاکستان بېل ښارونه په مښه كړي او د پاکستان د امن خواهش او پهلګام پېښي غير جانبدارانه پلټنو وړانديز ئې كمزوري ګڼلو سره جنګ پېل كړې د كوم چې د پاك پوځ بهادرو ځوانانو په زړه پوري ځواب وركولو سره هغوي ته يو داسې سبق وښودلو كوم به چې ټول ژوند ياد ساتي۔دې نه پس ټولي نړۍ ته معلومه شوه چې هند د خپل ناوړه مقصدونو د لارې څه ډول د سيمي امن تباہ کول غواړي۔جنګی جنون كښې اخته د هند ټول عزائم او خوبونه ناكامه شوي۔ده ووئيل هند په عسکری نه بلكه سفارتی محاذ هم ماتي سره مخ شوي۔ده ووئيل عمر له د مقبوضه کشمبر اولس د هندي جارحیت ښكار شوي او هند هلته هم د بشري حقونو خلاف ورزي كوي، مقبوضه جموں او کشمیر اولس كوم چې د هندي جارحیت، قتل و غارت او عصمت درۍ پېښو سره مخ كيږي او د هند قابض عسكر په کشمیریانو د ظلمونو سلسله روانه ده۔اوس د امريكې صدر هم وئيلي چې د كشمير مسئله بايد حل كړې شي۔ده ووئيل د پاك هند تاؤ ترېښوالي اصل بنیادی وجه د كشمير مسئله ده د كومي چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او كشميريانو د هيلو له مخې حل كولو ته اړټيا ده د كوم څخه چې هند 75 كلونو راهسې انكاري ؤ۔ هيله لرو چې هند به په كشميريانو نور ظلمونه ونه كړي۔