
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وزير اعظم شهباز شريف د صدر ټرمپ قيادت ،نړيوال امن لپاره تړون او سوئيلي اسياﺀ كښې د اوږدې مودي امن كښې په مهم کردار ترسره كولو د هغه په قيمتي وړانديز مننه وكړه۔د سماجي رابطے په ويب سائټ ايکس جاري شوې يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل څو لسيزو راهسې پاکستان او امريکا خپلو شريكو ګتو تحفظ او ودې سره سره د نړۍ مهمو برخو كښې امن او سلامتيا لپاره په ګډه كار كوي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې پاکستان ته د صدر ټرمپ په شکل كښې يو ښه پارټنر ترلاسه شوي كوم چې د دواړو هېوادونو سټريټجکي شراکت دارۍ ته لا وده وركولې شي۔