
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس خان لغاري قوم له په يومِ تشکر مبارکي وركولو سره وئيلي چې د پاکستان قيادت په وخت پريكړو سره دښمن له په زړه پوري ځواب وركړې شوي،پاك پوځ د بهادرۍ او پېشه وره پوهې څرګندونه كړي۔د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د هندي جارحيت په ځواب كښې قوم د فولادي ديوال په شان ولاړ وو، دښمن بريد وكړژ مونږ تاريخ جوړ كړو۔ اوېس لغاري ووئيل د پاکستان قيادت په وخت پريكړو سره دښمن له په زړه پوري ځواب وركړې،وزيراعظم محمد شهباز شريف او ټول سياسي قيادت ته پيرزونئې وړاندې كوو د كومو په لارښودنه كښې چې پاکستان ته ګټه شوي۔ده ووئيل پاك پوځ د بهادرۍ او پېشه وره پوهي څرګندونه كړي قوم په هغوي وياړ كوي،د دښمن هر چال ناکامه شوي۔ده ووئيل سرلښكر جنرال عاصم منير او پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كوم،پاك پوځ قربانيو ته سلام كوم چا چې د قوم سر په فخر سره پورته كړې،دا د پاك پوځ سره سره د ټول قوم ګټه ده۔