د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د مور نړيوالي ورځ په موقع خصوصي پيغام

اسلام آباد11مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د مور نړيوالي ورځ په موقع په خپل خصوصي پيغام كښې وئيلي چې ټول قوم او په خاص توګه د پاکستان عظيم مياندو ته د ميني ، عقيدت او احترام سره پيرزوئنې وړاندې كوم۔مور يواځي يوه رشته نه بلكه د ميني ، قربانۍ، دعا، صبر، ايثار او لوئ شفقت يو داسې نوم دے كوم چې په کائنات کښې تر ټولو عظيم نعمت دے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د مور غيږه وړومبې مکتب دے چرته چې انسان ژوند زدكوي، دعاګاني اخستل زده كوي او جُزوي نه تر کُلي هر منزل ترسره كوي۔ د مور غيږه د انسان وړومبې درسګاه دې او د هغې خندا د نړۍ تر ټولو لويه کاميابي ده۔د هغې خاموشه دعاګاني د ژوند سخت مزل كښې د لارښودني چراغ جوړيږي۔د سېنېټ سيکرټريټ ميډيا ډائريکټوريټ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د ټولني بنياد د مور په کردار جوړيږي۔يوه تعليم يافته، باوقار، باهمت او باکردار مور د يو نسل تربيت کوي،كوم چې وړاندې تللو سره ي وقوي ، مهذب او امناكه ټولنه جوړوي۔