د مور د شفقت او قربانيو كوم نعم البدل نه شي كيدے۔مير سرفراز بګټي

کوئټه 11 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي چې مور يواځي يوه رشته نه بلكه د ميني هغه سايه ده كوم چې ژوند ته ټھنډك وركوي،نن هغه ټولو عظيمو مياندو ته سلام كوم كومو چې خاموشۍ سره قربانۍ وركړې ۔ د اتوار په ورځ د مور نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل د مور دعاګاني چې چا سره وي هغه چري هم خرابيدې نشي د مور دعا غير د وئيلو قبليږي، مور هغه قرباني ده كوم چې په ژبه نه راځي خو د نسلونو مقدر جوړوي۔د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل د مور شفقت او قربانيو كوم نعم البدل نه شي كيدے۔