مور د نړۍ تر ټولو لوئ نعمت دے،د مور سره مينه د يوې ورځ لپاره مخصوص كيدے نشي،پيار۔ خلوص او د شفقت دويم نوم مور دے۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد11مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې مور د نړۍ تر ټولو لوئ نعمت دے،د مور سره مينه د يوې ورځ لپاره مخصوص كيدے نشي،پيار۔ خلوص او د شفقت دويم نوم مور دے۔د مور نړيوالي ورځ په موقع د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د مور په شان هستي په نړۍ كښې تر ټولو لوئ نعمت دې،د مور سره د مينه د يوي ورځ لپاره مخصوص كيدے نشي۔ محسن نقوي ووئيل د مور سره مينه د غيږي نه تر قيامت وي، تر ټولو خوږ نوم مور دے، پيار۔ خلوص او د شفقت دويم نوم د مور دے۔ ده ووئيل د رښتني جذبو سره عبارت د مور په شان پاكه رشتې كوم نعم البدل نشته،د مور په غيږه كښې تير شوې وخت وخت د نړۍ په تر ټولو قيمتي بستر هم نه نصيب كيږي۔ محسن نقوي ووئيل د مور دعا انسان د فرش نه عرش ته رسوي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د دې باور څرګندونه وكړه چې د مور دعاګاني نن هم زما سره دي۔ محسن نقوي ووئيل د ټولو مياندو عظمت ته سلام كوم،د هېواد لپاره قربانۍ وركونكي شهيدانو مياندو ته سلام كوم، دعا كوم چې لوے څښتن دې هره يوه مور سلامت لري۔