
اسلام آباد11مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي چې اسلام آباد د ټريفك نظام او آسانيو په اړه د نړيوال معيار ښار جوړولو ته خاص پام لرنه كوو ، په 22 مئي به د جناح سکوائر مري روډ انډر پاس پرانسته كولې شي،منصوبه به د رواني مياشت په مهال بشپرولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اتوار په ورځ جناح سکوائر مري روډ انډر پاس پراجيکټ دوره كولو سره د پيش رفت جاج واخست۔ وفاقي وزير ته ووئيل شول چې جناح سکوائر انډر پاس دواړه اړخت ديوالونه بشپړ شوي دغسې د چهت كار پېل شوي۔محسن نقوي په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل په 22 مئي به د جناح سکوائر مري روډ انډر پاس پراسنته كولې شي۔ده په پراجيکټ د روانو تعميراتي هلو ځلو څارنه وكړه او د رواني مياشت په مهال د كار 100 فيده بشپرولو سپارښتنه ئې وكړه۔د كورنيو چارو وزير د بارانونو باوجود پرمختيائي كار په رفتار او معيار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده د انډر پاس سره د نزدې زير تعمير پل څارنه هم وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير په ايکسپريس وے د تجاوزات ختمولو لپاره په سمسدتي توګه د كاروائي امر كولو سره ووئيل اسلام آباد د ټريفك نظام او آسانيو په اړه د نړيوال معيار ښار جوړولو ته خاص پام لرنه كوو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي دوري په موقع د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري،د اسلام آباد ډپټي کمشنر او نور افسران هم موجود وو۔