د سعودي شهزاده فيصل بن فرحان سره په جده كښې د ايران خارجه وزير ملاقات

جده 11مئي (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره په جده كښې د ايران همڅنګ عباس عراقچي ملاقات کړې دے۔د اېس پي اے له مخې په جده كښې شوې ملاقات كښې دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او د بېلو څانګو كښې د مرستي د تګلارو جاج واخست او په اوسني صورتحال او په دې اړه په هڅو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې د سياسي چارو انډر سيکرټري ډاکټر سعود الساطي، د خارجه وزير مشير محمد اليحيي او خارجه وزارت مشير ډاکټرمنال رضوان هم موجود وو۔