
اسلام آباد 11مئي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د سعودي حکومت هڅي ستائلو سره باور وركړې چې د سعودي حکومت د كوټلي انتظاماتو په سوب سږ كال به حج د تيرو كلونو په مقابله كښې مثالي وي۔د اتوار په ورځ ريډيو پاکستان سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير د سعودي حکومت د حج انتظامات ستائلو سره هغه مثالي ګرځولي۔ده د حج كونكو آرام او حفاظت باوري كولو لپاره په شوي كوټلي اقداماتو رڼا واچوله۔ده ووئيل پاکستاني مشن د اړخه حج کونكو لپاره غير معمولي انتظامات شوي۔ده ووئيل د منيٰ ټول کيمپ ايئر کنډيشنډ دي كوم چې صوفے ،بسترو سره سره آرام ده ماحول او سامان لپاره هم کافي ځائې لري۔ وفاقي وزير ووئيل د مدينې منورې سيمه مرکزيه كښې مسجد نبوي (ص) سره نزدې د پاکستانيانو لپاره د رهائش انتظام شوې۔ ده د حج مشن ټولي ډلي محنت وستائلو او په هغوي ئې زور راوړو چې حج كونكو له ښه ممکنه سهوليات وركړي۔ وفاقي وزير د پاکستاني حج کونكو لپاره ښه انتظامات باوري كولو كښې پرله پسې په مرسته د سعودي چاروكاو مننه وكړه۔