
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) پاکستان د امريکې صدر ډونلډ جے ټرمپ د پاك هند اړيكو په اړه د بيان هركلې كولو سره وئيلي چې د پاکستان او هند ترمينځه اوسنۍ جنګ بندۍ ،مفاهمت حمايت كښې د نورو ملګرو هېوادونو او امريكې تعميري کردار ستائيلې دې، كوم چې تاؤ ترېښوالي كښې د کمي او سيمه ايز استحکام پلو يو مثبت اقدام دے۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې پريس ريليز كښې وئيلي شوې چې مونږ د صدر ټرمپ د اړخه جموں او کشمير شخړے حل كولو هڅي ستائيو۔دا يوه پخوانۍ شخړه ده كومه چې د سوئيلي اسياﺀ او سيمي څخه بهر امن او سلامتيا لپاره خطر دې۔ پاكستان د دې امر پخلے كوي چې د جموں او کشمير شخړه د ملكرو مملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې حل كړې شي او كشميريانو له د بنيادي حقونو پشمول د هغوي د خپلواكۍ حق وركړې شي۔پاکستان سيمه كښې امن ، سلامتيا او سوكالۍ ودي هڅو كښې د امريكې او نړيوالي ورورولۍ شاملولو لپاره لوظي دے،مونږ د امريكې سره ګڼ اړخيزه شراکت داري او په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ او اقتصادي مرستي په څانګو كښې شريكې مرستي زياتولو خوښي لرو۔