ګلګت بلتستان كښې د توان مسئلو حل کولو له به نلتر هائيډرو پاور منصوبه د روان كال په مهال تر ستمبر بشپړ كړې شي۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ګلګت بلتستان كښې د توان مسئلې حل كولو لپاره د نلتر هائيډرو پاور منصوبے زر تر زره فعالولو سپارښتنه كړې ده،نلتر هائيډرو پاور منصوبے پي سي ون په دريم ځل منظورۍ لپاره جمع کړې شوي۔د منصوبه بندۍ وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې وفاقي وزير احسن اقبال د روان كال تر ستمبر نلتر هائيډرو پاور پلانټ په هر حال كښې د فعالولو سپارښتنه كړې ده او په دې اړه ئې چارواكو سره خصوصي ملاقات هم كړې۔ده ووئيل وفاقي حکومت ګلګت بلتستان كښې د توان مسئلې ته خاص پام لرنه كوي د دې مسئلې حل كولو له لوظي دے ٬ د بجلۍ وركول د وګړو تر ټولو مهم ضرورت دې ځكه چې روزمره ژوند كښې په هر وګړي د دې نيغ په نيغه اثر وي۔احسن اقبال ووئيل نلتر هائيډرو پاور منصوبه به زر تر زره آپريشنل کولې شي دغسې چې د ګلګت بلتستان اولس ته ريليف ترلاسه شي۔