
پېښور 11 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اعلان له مخې د اتوار په ورځ په ټول هېواد كښې د تشكر ورځ لمانځلے كيږي چې مقصد ئې د لوے څښتن په وړاندې د شكر سجده كول،د پاك پوځ عظيم قربانيو او شجاعت ته پيرزوئنې وړاندې كول او د ټول قوم اتحاد، حوصلے او جذبے ستائل دي۔په دې موقع وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا ټولو ضلعي تنظيماتو ته سپارښتنه كړې چې په ټولو ضلعو كښې د تشكر ورځ په لړ كښې د لاريونونو او دستورو اهتمام وكړي۔ اجتماعي دعاګانو او نفلونو اهتمام وكړې شي،چې پكښې د شهيدانو او غازيانو لپاره خصوصي دعاګاني وكړې شي ۔ دستورو كښې دې اولس ، کارمندان ، علماء کرام او سول سوسائټي په بشپړه ډول ګډون وكړي۔د پاك پوځ عظمت او قرباني رامخې ته كولو سره دې تحريکيان جوش و ولولے سره د دښمن د جارحيت په ضد د قومي وحدت پيغام عام کړي۔دا ورځ د دې خبري اعلان دے چې پاكستان يو امناكه خو په بشپړه ډول مستعد او ناقابل تسخير رياست دے۔ان شاء الله مسلم ليګ (ن) به د وړومبي صف كردار ترسره كوي۔