
پېښور 11 مئي (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د وزيراعظم شهباز شريف د اړخه د هېواد د بهادرو ځواكونو په شجاعت او “آپريشن بنيان مرصوص” په کاميابۍ د تشکر ورځ لمانځلو اعلان بشپړه حمايت کولو سره دا په وخت او د قوم متحد کونكې اقدام ګرځولې دے۔په دې اړه ګورنر فيصل کريم کنډي په خپل پيغام كښې ووئيل پاك هند جنګ كښې په نړيواله ميډيا چيئرمېن بلاول بھټو زرداري چې د كوم جرات او بصيرت سره د پاکستان مقدمه كړې او د ميډيا په محاذ ئې د هېواد او قوم دفاع کړې هغه د ستائنې وړ ده،په نړيواله ميډيا د چيئرمېن بلاول بھټو زرداري موقف نړۍ له دا پيغام وركړې چې د پاکستان قوم سره د سياسي اختلافاتو د هېواد دفاع او د كشمير په اصولي موقف يو موټې دي او بنيان المرصوص د دې عملي مثال دے۔ده ووئيل د تشكر ورځ د دې خبرې اعتراف دے چې زمونږ بهادر وسله وال د دښمن د كوم هم جارحيت په زړه پوري ځواب وركولو سره د هېواد دفاع په زيات جرأت او پېشه وره پوهه سره كړې۔ټول قوم هغه عظيم سپاهيانو او غازيانو ته سلام كوي كومو چې د هېواد په حرمت كومه سمجھوته نه ده كړي۔