
اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په تاریخی كاميابۍ قوم له د زړه د كومي څخه مبارکي وركولو سره وئيلي چې د پاکستان بهادرو او پېشه ورو ځواكونو په ښكاره جارحیت دښمن له په ھغه ژبه كښې كوټلې ځواب وركولو سره عسكري تاريخ جوړ كړې او د دښمن عزائم ئې ناکامه كړي۔د پاك فضائیه ځوانانو زمونږ سر په فخر سره پورته كړې،دغه زمونږ د غیرت او اصولو ګټه ده۔دا د پاك پوځ سره سره د خوددار، غیرت مند او قار لرونكو پاکستانیانو کامیابی ده۔ټول قوم د خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دې،مونږ د سيمي وګړو په ګټه د جنګ بندۍ تجویز مثبت ځواب وركړې ۔بشپړه باور لرو چې د اوبو وسائلو تقسیم،جموں و کشمیر شخړې پشمول ټولي حل غوښتني مسئلې به د انصاف د تقاضو له مخې جل كولو لپاره د امناكه خبرو اترو لاره خپله كړې شي۔د خالي په ورځ قوم ته وينا كښې ده ووئيل هېواد سره مينه لرونكو پاکستانیانو له مباركي وركوم، هغوي په نړغ په ډاګه كړي چې پاکستان يو خود دار او غیرت مند قوم دې۔زمونږ عزت ، زمونږ وقار او خود داری مونږ ته د ځان څخه زياته عزيز ده۔څوك هم چې زمونږ خپلواكي چیلنج کوي مونږ به د خپلي خاوري دفاع لپاره د فولادي ديوال په شان ودريږو او کلمه طیبه ورد کولو سره به په دښمن غالب كيږو۔ وزیراعظم ووئيل اوسنيو كښې دښمن چې څه كړي هغه يو بزدلانه او د شرم وړ فعل وو دغه ښكاره جارحیت وو د كوم چې زمونږ بهادرو ځوانانو په پیشه وره ډول كوټلي ځواب وركولو سره عسکری تاریخ کښې يو باب جوړ كړې۔ وزیراعظم قوم ته مخاطب کيدو سره ووئيل پهلګام پېښه بهانه جوړولو سره په مونږ د جواز نه غير جنګ مسلط کړې شوي۔مونږ د تاخیر نه غير د شفاف او غیر جانبدارانه تحقیقاتو وړانديز كړې۔د هند د بے بنسټه تورونو مونږ د تحمل او برداشت مظاهره کړې خو هغوي زمونږ د پولو خلاف ورزي كولو هڅه كړي۔ ډرون بريدونو او توغندو سره بے ګناه وګړي په نښه كړې شوي٬ جوماتونه او شهری آبادی په نښه كولو سره زمونږ د صبر امتحان اخستلې شوي۔په پوځي تنصیباتو او د اوبو په پانګو هم د بريدونو هڅه شوي د كومو چې مونږ د پريكړي وړ ځواب وركړې۔ وزیراعظم ووئيل مونږ په ډاګه كړې چې كوم ملاقات په میز كيدلو اوس به هغه په میدان جنګ كښې كيږي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ ځوانانو د دښمن ناپاكه عزائم ناكامه كړي۔ده ووئيل د دښمن پوځي اډے،د وسلي ډپو او ایئر بیسز كتلو سره په لږ وخت كښې کھنډراتو كښې بدل شوي۔د هغوي رافیل زمونږ ځوانانو په نښه كړي۔زمونږ دا کارروائی د هغه نظریې په ضد وه كوم چې په انسانی دښمنۍ ، جارحیت ، مذهبی جنون او تعصب جوړه ده۔دغه زمونږ د غیرت او اصولو ګټه ده۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د دښمن سره هغه څه كړي كوم چې يو وقار لرونكي قوم سره ښائي۔دا د پاكستاني پوځ د کامیابۍ سره سره د ټول پاکستانی قوم كاميابي ده۔دا عظیم لمحه د شكر كولو ده۔ټول قوم د پاك پوځ سره ولاړ دې۔ قوم د تهجد په وخت په سجده وو او شپه ورځ به ئې دعاګاني غوښتلي د كومو په نتيجه كښې چې لوئ څښتن په خپله مهربانۍ مونږ ټولو له كاميابي راكړه۔ وزیراعظم ووئيل الحمدالله د لوے څښتن چې څومره مننه وكړو كمه ده۔ده ووئيل په دې تاریخی کامیابۍ د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېتۍ چیئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا ، سرلښكر جنرال سید عاصم منیر ، ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر ، نیول چیف ایډمرل نوید اشرف ،ټولو ځوانانو او افسرانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره سلام كوم۔ده ووئيل په دې موقع زه د خپل او قوم د اړخه د جنرال سید عاصم منیر د زړه څخه مننه كوم د چا په قيادت كښې چې دا عظیم معرکه سر شوي۔زه دې سره سره چیف آف ایئر سټاف ظهیر بابر او ځوانانو له شاباشې وركوم كومو چې زمونږ سر فخر سره پورته كړې۔ده ووئيل شهیدارتضیٰ عباس يو ښكلې ګل وو كوم چې د وخت څخه وړاندې لاړو۔ دغسې زه د هر شهید مور ته پيرزوئنې وړاندې كوم كومو چې خپل بچي او بچياني په هېواد قربانولو سره نوې تاریخ جوړ كړې۔زه ټولو اتحادی او اپوزیشن ګوندونو پشمول د ټول هېواد سیاسی قیادت او پارلیمان مننه كوم چا چې د اتحاد او تاریخی یووالي مظاهره كړي۔زه د خپل قائد محمد نوازشریف د پوهي قیادت او تجربه لرونكي رهنمائی او صدر مملکت آصف علی زرداری په مشاورت په خاص توګه مننه كوم ٬ زه د خپلو خبريالانو وروڼو،خوياندو او سوشل میډیا صارفینو هم مننه كوم چا چې د فیك نیوز مقابله د ذمه واره رپورټنګ سره كړي،زه هيله لرم چې سباؤن كښې به هم دا مثال زمونږ د ټولو لپاره د لارې مشعل وي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د يو ذمه واره ریاست په توګه نړيوال او سيمه ايز امن او سيمه كښې مېشته وګړو په كټه د جنګ بندۍ تجویز مثبت ځواب وركړې۔په دې موقع زه د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په خصوصی توګه مننه كوم چا چې د جنګ بندۍ لپاره مخلصانه کردار ترسره كړې۔ وزیراعظم ووئيل دلته زه د خپل مخلص او وروڼو هېوادونو سعودی عرب ، متحده عرب امارات ، ترکیه او قطر نه علاوه د برتانيې قیادت ،د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل پشمول د ټولو ملګرو هېوادونو مننه كوم كومو چې د جنګ بندۍ په هڅو كښې كردار ترسره كړې۔ ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان ، ګران ورور محمد بن زید ، د قطر امیر شیخ تمیم او ترکیه صدر رجب طیب اردوان زمونږ بشپړه ډاډګيرنه كړي او د وروڼو په شان د پاكستان سره ولاړ وو په دې زه د هغ وي په خاص توګه مننه كوم۔ده ووئيل زه د خپل پخواني او نزدې ملګري عوامی جمهوریه چین په خاص توګه ذکر ونه كړم نو او د زړه د كومي څخه د هغه مننه ونه كړم نو زما تقرير به نيمګړے وي۔زه د چين صدر شی جن پنګ ، چین اوس مننه كوم چا چې د پاکستان 78كلن تاریخ كښې د څه نفع او نقصان نه غير د پاکستان بشپړه ملګرتيا كړي۔زه باور لرم چې مونږ به دا تاریخی حقائق عمر له ياد ستاتو۔ وزیراعظم ووئيل د لوے څښتن په فضل او کرم سره زه كلك باور لرم چې په دې بحران كښې كاميابۍ نه پس زه، تاسو ، وفاقی حکومت او صوبائی حکومتونه ، ټولي ادارې او د هغوي مشران به په ګډه د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره كار وكړو او تر هغه وخت په آرام سره نه كېښنو تر څو چې پاکستان خپل مقام بيا نه وي ترلاسه كړې۔انشاء الله هغه وخت لري نه دې۔خو شرط دا دے چې مونږ ټول په ګډه شپه ورځ محنت وكړو۔ افواج پاکستان زنده باد ، پاکستان پائنده باد