
اسلام آباد 10مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری سرلښكر جنرال سید عاصم منیر، ایئر چیف مارشل ظھیر احمد بابر سدھو او نیول چیف ایډمرل نوید اشرف او پك پوځ ځوانانو له مباركي وركولو سره وئيلي چې د هغوي د بهادرۍ او محنت سره په دې جنګ كښې مونږ كاميابي ترلاسه كړي۔د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې د پاك هند په تاؤ ترېښوالي او جنګ بندۍ صدر مملکت آصف علی زرداری خپل بيان كښې وئيلي ما د پاكستان په وسله والو ځواكونو ، پاك بحریه او فضائیه باور لرلو،مونږ د هندي جارحيت په زړه پوري ځواب وركړې،مونږ تش په نوم پوځي قوت ته سخت زيان رسولې۔ صدر مملکت ووئيل زمونږ د قوم عزم ځانګړې دے،زمونږه مشرانو دوه قومی نظریې ته تقویت وركړې۔صدر مملکت ووئيل بحیثیت اسلامی ریاست او په لوے څښتن زمونږ ایمان مونږ له همت او طاقت راكړې،زه سرلښكر جنرال سید عاصم منیر، ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو ، نیول چیف ایډمرل نوید اشرف او ټولو ځوانانو له مبارکي وركوم كومو چې په بهادرۍ سره په دې نګ كښې كاميابي ترلاسه كړي۔صدر مملکت ووئيل بايد قوم خوشحالي ولمانځي او شهيد شويو كسانو لپره دعا وكړي۔ده ووئيل سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلې امن په جمو او كشمير كښې سلامتی کونسل قراردادو له مخې حل او نورو مسئلو او په خاص توګه سندھ طاس معاهدې حل كښې دے،زه د ټولو ملګرو هېوادونو پشمول چین، امریکا، ترکیه ، سعودی عرب او ایران مننه كوم كوم چې په سخت وخت كښې زمونږ سره ولاړ وو۔