د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د پاکستان او هند ترمينځه د اوسنۍ جنګ بندۍ هركلے وكړو

پېښور 10 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د پاکستان او هند ترمينځه د اوسنۍ جنګ بندۍ هركلے كولو سره هغه سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلي امن پلو يو مثبت او په وخت پیش رفت ګرځولې۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل پاکستان عمر له په نړيواله كچه د يو ذمه وار او امناكه ملګري ریاست په توګه ترسره كړي او دا جنګ بندی د دغه رویے تسلسل دے۔ده ووئيل بايد مونږ دا هير نه كړو چې سيمه كښې حقیقی او اوږدې مودې امن انحصار د كشمير مسئلې په منصفانه حل دے،نړيواله ورورلي او په خاص توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړيوالو تنظیمونو څخه غوښتنه كوو چې مقبوضه كشمير كښې روان د بشري حقونو خلاف ورزيو سمدستي نوټس واخلي او په هند فشار واچوي چې د خبرو اترو لاره خپله كړي۔