پېنډۍ ۔10مئی (اے پی پی) د هند لخوا د روانو بزدلانه كارروائيو په مهال تېره هند شېخ زاید انټرنېشنل ایئرپورټ په نخښه كړو چې په نتيجه كښې يۍ ایئرپورټ ته زيان رسېدلے دے۔ د امنيتي ذريعو له مخې دا ایئرپورټ په كال 1993 كښې جوړ كړے شوے ؤ او دا د ستر عرب لارښود شېخ زايد بن سلطان النهيان نامې ته منسوب كړے شوے ؤ۔ د هندي جارحيت دا اقدام نه يوازې د نړيوال قوانينو خلاف ورزي بلكې د دوه ورونړو هېوادونو ترمينځه په اړيكو بريد هم دے۔ د ذكر وړ خبره دا ده چې د هند لخوا تېره ورځ د ننكانه صاحب په څير د مقدس ځايې د هدف جوړولو هڅه هم شوې وه كومه چې په وخت كارروائي كولو سره ناكاممه كړې شوه۔