صدر مملكت آصف علي زرداري سره د وزيراعظم شهباز شريف په ايوان صدر كښې ملاقات ٬ د وسله والو ځواكونو د غير معولي پيشه ورې پوهې او مړانې ستائنه

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری سره وزيراعظم شهباز شريف په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو٬ وزيراعظم صدر مملكت د هندي جارحيت او د پاكستان لخوا د آپرېشن “بنیان مرصوص” په صورت كښې هند ته وركړے شوي فعاله ځواب څخه خبر كړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ هم موجود ؤ۔ صدر مملکت د هندي بې درېغه جارحيت او توغنديزو بريدونو په ځواب وركولو د وسله والو ځواكونو د غېر معمولي پوهې او مړانې ستائنه وكړه۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان د يو ذمه وار او امن پسند قام په حېث د هندي پاروونكو فعاليتونو په مقابه كښې د صبر او زغم څرګندونه وكړه خو افسوس په دې خبره چې د هندي جارجيت د لاسه پاكستان سره د خپلواكۍ دفاع او د خپلو وګړو تحفظ لپاره د پرېكنده ځواب نه سوا هېڅ بله لاره پاتې نه شوه۔ صدر مملكت ووئيل ټول قام يو موټے دے ٬ د هندي جارجيت په مقابله كښې د خپلو وسله والو ځواكونو بشپړ ملاتړ كوي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان به د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په هر قيمت دفاع كوي۔