هند د خپل هيواد دننه 6 بيلسټك توغندي فائر كړل ٬ يو توغندے په آدم پور او 5 آمرتسر كښې فائر كړے شول٬ هند سكھان په نخښه كوي ٬ د پاكستان خواخوږي سكھانو سره ده: ډي جي آئي ايس پي آر

پېنډی ۔10مئی (اے پی پی) د وسله والو ځواكونو وياند لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي چې هند په خپل هېواد كښې دننه 6 بېلسټک توغندي فائر كړې دي٬ يو توغندې په آدم پور او 5 د انډين پنجاب په امرتسر سيمه كښې فائر كړے شوي دي٬ هند په خپل هېواد كښې سكھان په نخښه كوي۔ ده د جمعې او خالي منځومانۍ شپه كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده وو د هندي پوځ لخوا آدم پور څخه 6 بېلسټک توغندي فائر كړې شول په كومو كښې چې يو په آدم پور او 5 په امرتسر كښې وغورځولې شوو۔ هند په انډين پنجاب كښې د سكھانو آبادۍ په نخښه كوي۔ ده وويل زمونږ ټولې خواخوږۍ سكھانو او د انډين پنجاب خلكو سره دي۔ ده ووئيل په خپل هېواد كښې 6 بېلسټك توغندې فائر كول عقل څخه لرې يو حركت دے۔