
اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) د نائب وزير اعظم اسحاق ډار ترك خارجه وزير حاقان فيدان سره ټيليفوني خبرې وكړې۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ټېلېفوني خبرو په مهال نائب وزيراعظم د تركيه خارجه وزير د منطقې ناوړه شوي صورتحال او د هند لخوا په جوماتونو ٬ رهائشي سيمو او نورو مذهبي ځايونو پرله پسې غير قانوني او بې دريغه بريدونو څخه خبر كړو د كومو په نتيجه كښی چې د بې ګناه وګړو ځانونه ضائع شوي دي۔ نائب وزيراعظم ددې خبرې پخلې وكړو چې پاكستان ته د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوال قانون له مخې د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع كول حق ترلاسه دے۔ ترك خارجه وزير حاقان فيدان په ځاني زيان پاكستان سره د يووالي څرګندونه وكړه۔