د انتظار ګھړۍ ختمې ٬ پاكستان به د هند په ضد كاميابي ترلاسه كړي: نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار

اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاكستان سول او عسكري مشرتابه د بشپړ صبر او زغم څرګندونه كولو څخه وروستو آپرېشن بنیان مرصوص پېل كړے دے۔ ده د دے عزم څرګندونه وكړه چې هند ته به په منطقه كښې د سرلوړۍ ادعا كولو اجازه وركولې نه شي۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښی خارجه وزير ووئيل زمونږ د صبر پېمانه ډكه شوې ده٬ تېره شپه په ایئر بېسز د هندي بريدونو څخه وروستو د پاكستان سول او ملټري مشرتابه سره بل هېڅ آپشن نه ؤ۔ ده ووئيل د ټول قام په دعا به پاك پروردګار مونږ ته فتح راكړي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او وسله وال ځواكونه عزم لري چې هند ته به د سرلوړۍ د ادعا كولو اجازه ورنكړې شي۔ ده ووئيل د خالي په شپه پېل كړے شوے آپرېشن به په څه نه څه ډول ختم شي خو دا دې خبرې ته اړه لري چې هند څه غواړي۔ خارجه وزير ووئيل چې د 6 او 7 مئي منځومانۍ شپه كښې د پاكستان مېړنو ځواكونو د هندي بريدونو پرېكنده ځواب وركړو٬ 5 هندي جېټ الوتكې يۍ ويشتلو سره نسكورې كړې ٬ خارجه وزير ووئيل هند پرله پسې دروغ وائي۔ ده ووئيل مونږ تر دې دمه د هند 80 څخه زيات ډرون ويشتلي دي او اوس چې مونږ څه كوو هغه يوه مناسبه كارروائي ده۔ ده ووئيل د هند د دروغو ادعاګانو برعكس امريكا هم په باضابطه توګه تصديق كړؤ دے چې د پاكستان كومه هم اېف 16 الوتكه تباه شوې نه ده۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل په 24 اپرېل د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډې څخه وروستو پاكستان د كوم هم هندي جارحيت ځواب وركولو له چمتؤ دے۔