
اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې هند ته خله ماتې ځواب ورکړے شوے دے او د بېګناه خلکو د وینو بدله اخستې شوې ده٬ مونږ په خپلو ځواکونو ویاړو، د هیواد سیاسي مشرتابه او ټول ولس ته په بریالي عملیاتو مبارکي وایم۔ د وزیراعظم دفتر د رسنیو څانګې له خوا د خالي په ورځ خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بھټو زرداري، د پاکستان تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر، د جمعیت علماﺀ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د متحدہ قومی موومنټ کنوینر خالد مقبول صدیقي، د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمن، د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر خالد حسین مګسي او د پاکستان مسلم لیګ ق مشر چودھري سالک حسین سره ټیلیفوني خبرې كړي دي۔ وزیراعظم د روان کړکېچن وضعیت او د پاکستان له لوري د هند په ضد د ځوابي عملیاتو حوالې سره د سیاسي مشرانو باور ترلاسه كړو۔ وزیراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل پاک پوځ د هندي یرغل نن بشپړ ځواب وركړے دے۔ هند په پاکستان توغنديز او ډرونيز بريدونه كړي ٬ د دې جارحانه بريدونو باوجود پاكستان د زيات زغم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پهلګام پېښې څخه وروستو پاكستان حقائقو ته رسېدلو لپاره د بې پرې پلټنيو وړاندېز وركړو كوم چې هند مسترد كړو۔ وزيراعظم ووئيل نن د خالي په سهار يو وارې بيا هند په نور خان ايئربېس او نورو ځايونو توغنديز بريدونه وكړل۔ په هندي بريدونو كښې بې ګناه او تش لاسې وګړي په نخښه كړې شول۔ د هند د دې پرله پسې كارروائيو زمونږ مېړنو ځواكونو بشپړ ځواب وركړے دے۔ ده ووئيل پاكتسان په آپرېشن بنيان مرصوص كښې ځواب كارروايۍ كښې د هند هغه ملټري تنصيبات په خاص توګه په نخښه كړل كومو څخه چې په پاكستان بريدونه وكړې شول۔ نن مونږ هند ته خله ماتې ځواب وركړے دے او د بې ګناه وګړو د وينې بدل مو اخستې دې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په خپلو پوځونو وياړو۔ وزیراعظم ووئيل د سياسي لارښودو په شمول ټول قام ته په دې كامياب آپرېش مباركي وركوم۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د پاكستان سلامتيا ته د هند د زيان رسولو ناوړه هڅو ناكامه كولو عزم لرؤ۔ د ټېلېفوني خبرو په مهال د هېواد سياسي لارښودو د پاك پوځ د ځوانانو تدبر ٬ حوصلې او پېشه ور مهارت ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كرې او وزيراعظم ته يۍ په دې سخت وخت كښې د بشپړه مرستې او يووالي باور وركولو سره ووئيل چې د مورني وطن دفاع لپاره زمونږ د مېړنو پوځونو مهالت د ستائنې وړ دے۔ وزیراعظم په ملګرتيا كولو د سياسي مشرتابه مننه وكړه۔