اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) د پاك هوائي پوځ جے اېف 17 تھنډر الوتكو د هائپر سونک توغندو د لارې په اودھم پور كښې د هند ایئر ډیفنس سسټم اېس 400 تباه كړې دې٬ د اېس 400 سسټم قیمت نزدے 1.5 ارب ډالر دے او اېس 400 ایئر ډیفنس سسټم د هند په عصري دفاعي اثاثو كښې شامل ؤ۔ دغسې په يو بل ستر بريد كښې په راجوړي كښې يو مهم هندي ملټري انټېلی جنس ټرېننګ سېنټر هم تباه كړې شوې دې۔ دا سېنټر په پاكستان كښې د ترھګرو فعاليتونو په منصوبه بندۍ كښې ككړ ؤ۔ د هند يوې بلې مهمې عسكري اډې سرسه ایئر فیلډ ته هم زيان رسېدلے دے او هندي ميډيا ددې تصديق هم كړے دے كوم چې د پاكستاني ادعاګانو تائيد دے۔ دې سره سره پاكستاني ډرونز د وزيراعظم مودي په پلرني رياست ګجرات كښې هم پروازونه كړي چې ورسره په سيمه كښې اندېښنې خپرې شوي دي۔