په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي زياتيدو ذمه وار هند دے: خواجه آصف

اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف و ئيلي دي چې په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي زياتېدو ذمه وار هند دے۔ د جمعې په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل چې د امريكا په شمول ځينې هېوادونه د اتومي قوتونو ترمينځه تاؤ تريخوالې كمولو له هڅې كوي۔ ده ووئيل پاكستاني وسله والو ځواكونو د هندي بريدونو بشپړ ځواب وركړے دے او اوس هند دفاعي پوزيشن ته راغلے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل امريكا د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاؤ تريخوالي كمولو هڅې كوي۔ وفاقي وزير په هندي وزيراعظم نرېندر مودي ټكونه كولو سره ووئيل مودي په ټاكنو كښې ووټ ترلاسه كولو له ډرامه پېل كړې ده او د ذاتي ګټو سياست كوي۔