
اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف نړيوال مالياتي فنډ( آئي ايم اېف) د پاكستان لپاره د 1 ارب ډالر قسط په منظورۍ او د هند چالونو په ناكامه كولو د اطمينان څرګندونې سره وئېلي دي چې د هند يو اړخيزه جارحيت سره زمونږ د هېواد د پرمختګ څخه د پام ګرځولو ناوړه سازش كوي۔حكومت د ټيكس اصلاحات٬توان څانګې ښه كاركردګۍ او نجي څانګې پرمختګ پشان د مهمو څانګو په اړه په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔د پاكستان معاشي استحكام تګلارې٬كوټلې كاركردګۍ او په دې اړه منصوبه بندۍ له لوظي يو۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په دې حقله د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار٬د خزانې وزير محمد اورنګزېب٬د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال پشمول د حكومت د معاشي ډلې كاركردګي وستائېله۔ده ووئيل د لوے څښتن په فضل د هېواد معيشت ښه والي پلو روان دے۔ هند د يو اړخيزه جارحيت زمونږ د هېواد د پرمختګ څخه د پام ګرځولو ناوړه سازش كوي۔نړيوالو ادارو د هند د دروغجنه ډنډوره مسترد كړی۔د آئي ايم اېف پروګرام ته د زيان رسولو د هند هڅه ناكامه شوې۔