د هند بې دليله او د جواز نه غېر جارحيت د پاكستان د خپلواكۍ او د سيمه ايز سالميت ښكاره خلاف ورزي ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي د خارجه چارو وزير مملکت عادل الجبير سره خبرې

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په منطقه كښې تاٶ تريخوالي كمولو او سيمه ايز امن لپاره د سعودي حکومت د سفارتي هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل چې د هند بې دليله او د جواز نه غېر جارحيت د پاكستان د خپلواكۍ او د سيمه ايز سالميت ښكاره خلاف ورزي ده او دې جارحيت څخه سيمه ايز امن او استحكام ته خطر رامخې ته دې ٬ د سعودي د خارجه چارو وزير مملکت د سعودي عرب لخوا په تاٶ تريخوالي كښې كمي سره سره د پاكستان او هند ترمېنځه تصفيه طلب شخړې د نړيوال قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې په حل كولو زور راوړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د سعودي د خارجه چارو وزير مملکت عادل الجبير ملاقات كړې٬ د سعودي وزير د پاکستان په يوه ورځنۍ سركاري دوره دے٬ د ملاقات په مهال وزيراعظم خادم الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبد العزيز السعود سره سره ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبد العزيز السعود لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د پاکستان او سعودي عرب د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو په لا وده اطمينان څرګندونه وكړه او په هره سخت وخت كښې د پاکستان په غېر متزلزل ملاتړ ئې د سعودي عرب مننه وكړه۔ په ملاقات كښې د سوئيلي آسياء په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولو سره وزيراعظم د هند د پاكستان په ضد د ميزائل او ډرون بريدونو په سختو ټكو عندنه كړې چې په سبب ېې يو شمېر د بې ګناه وګړو پشمول مېرمنې او ماشومان شهيدان شوي او املاك ته هم زيان رسېدلے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د هند بې دليله او د جواز نه غېر جارحيت د پاكستان د خود مختارۍ او د سيمه ايز سالميت نه ښكاره سرغړونه ده او دې جارحيت څخه سيمه ايز امن او استحكام ته خطر رامخې ته دې۔ وزيراعظم د پاکستان بهادر ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د وطن دفاع په مهال د مثالي حوصلے او جرات مظاهره كړې او د دښمن ناپاكې ارادې ئې خاورې كړے دي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت دفاع لپاره بشپړه عزم لري او د ملګرو ملتونو د منشور د آرټيکل 51 له مخې خپلې دفاع لپاره د اقداماتو كولو پورا پورا حق لري۔ وزيراعظم په منطقه كښې تاٶ تريخوالې كمولو او سيمه اير امن لپاره د سعودي حکومت د سفارتي هلو ځلو ستائنه وكړه۔ په دې موقع د سعودي د خارجه چارو وزير مملکت د پاکستاني وګرو په قېتمي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل چې سعودي عرب د سوئيلي آسياء په موجوده صورتحال ژور تشويش لري۔ ده د سعودي عرب لخوا تاٶ تريخوالي كښې كمي سره سره د پاكستان او هند ترمېنځه تصفيه طلب شخړې د نړيوال قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې په حل كولو زور راوړٶ۔