ايمان، عزم او حوصلے سره د جارحيت په مقابله كولو پاكستان ته سلام وړاندې كوٶ۔ مفتي اعظم اومان

مسقط 09 مئي (اے پي پي) د اومان مفتي اعظم احمد بن حمد الخليلي په پاکستان د هندي جارحيت په سختو ټكو غندنه كولو سره د پاكستان كاميابۍ لپاره دعا كړے ده۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې احمد بن حمد الخليلي په سوشل ميډيا جاري خپل بيان كښې ووئيل چې مونږ خپل ورور هېواد پاكستان ته سلام وړاندې كوٶ چا چې ايمان، عزم او حوصلے سره د جارحيت مقابله كړے٬ او د الله پاك شكر ادا كوٶ چې بريالے شوے دے٬ مونږ د عبادت په ځايونو او په عبادت كوٶنكو ټولو بې ګناه مسلمانانو د دې ډول بريد په سختو ټكو غندنه كوٶ٬ مونږ لاس په دعا يو چې الله پاك پاكستان ته ثابت قدمي عطا كړي او ظالمانو ته ماتي وركړي٬ مونږ ټولې اسلامي نړۍ ته اپېل كوٶ چې خپل مېنځ كښې اتحاد پېدا كړئ ٬ الله پاك دې زمونږ مددګار او مونږ بريالې كوٶنكې ذات دے۔ ده ووئيل چې د مومنانو مرسته كولو په مونږ لازم ده۔