
اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د بينظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد مېړنې پاك پوځ ته د هند د يرغل په بشپړ ځواب وركولو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د مورني هېواد دفاع لپاره د پاك پوځ جرات او استقامت د ستائنې وړ دے۔ د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې سينيټر روبينه خالد ووئيل پاك پوځ د هېواد د خودمختارۍ او سيمه ايز سالميت محافظ دے٬ په دې لړ كښې د پاك پوځ د بې مثاله قربانيو او شجاعت بشپړ اعتراف كوٶ او دوي سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔