
اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د جمعې په ورځ د اسلام آباد هيلتھ رېګوليټري اتھارټۍ (آئي اېچ آر اے) دوره كړې٬ په دې موقع چيف اېګزيکټو آفيسر وفاقي وزير ته د ادارې په چارو او رامخې ته چېلنجونو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير مصطفيٰ کمال ووئيل د پاك و هند تاٶ تريخوالي په تناظر كښې وزارت او د دې ماتحت ټولې ادارې د هر ډول ناڅاپي صورتحال مخنيوي لپاره چمتو دي ٬ په دې لړ كښې كوټلې او موثره اقدامات باوري كوٶ٬ د صحت وزارت ووئيل په دې لړ كښې مهمه مراسله جاري كړې شوې او په ټولو سركاري او نجي روغتونونو كښې ايمرجنسي هيلتھ الرټ نافذ كړے شوے او ټولو سركاري او نجي ادارې خپل خپل چمتوالے نيسي۔