پخواني وزيراعظم نواز شريف د حاجي عرفان احمد خان ډاها په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

لاهور 09 مئي (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم نواز شريف خانيوال څخه د قامي اسمبلۍ غړي حاجي عرفان احمد خان ډاها په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې نواز شريف غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونې كولو سره ووئيل حاجي عرفان احمد خان ډاها نزدې او د باور ملګرے ٶ٬ د اوراښاد په مړينه ګوند ته زيان رسېدلے ۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې اروښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وكړي۔