خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د جاپان خارجه وزير ټېليفوني تماس ٬د روانې سيمه ايزې وضعې نه خبر كړے شو

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د جاپان خارجه وزير ايوا تاكيشي د جمعې په ورځ ټيليفوني تماس نيولے دے ۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم هغه د پاكستان په ښارونو د هند غېر قانوني او ناتاره بريدونو له امله د راپېدا شوي سيمه ايز صورتحال نه خبر كړو چې په نتيجه كښې يې ميرمنې٬ماشومان او د مشرانو پشمول بې ګناه وګړي شهيدان شوي۔ده ووئيل د هندي جارحيت څخه سيمه ايز امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے٬پاكستان د نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو چارټر د دې خلاف ورزو تر مخه د تحمل څرګندونه كړې۔ده ووئيل حكومت د هېواد خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع له عزم لري۔د جاپان خارجه وزير په بدل شوي صورتحال د تشويش او د بې ګناه وګړو په ځاني زيان يي د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ده زور راوړو چې دواړه ډلې د تحمل څرګندونه وكړي٬په منطقه كښې امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره دې دواړه د خبرو او سفارتكارۍ اجازه راكړي۔