پاكستان د تېرو دوه نيمو لسيزو راهسې د ترهګرۍ په ضد د جنګ په حالت كښې دے۔ د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړے مبين عارف

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي مبين عارف وئيلي دي د پهلګام پېښه د افسوس وړ ده د جمعې په ورځ د هند په پاكستان د جارحيت پهض د بحث كښې مبين عارف ووئيل پاكستان د تېرو دوه نيمو لسيزو راهسې د ترهګرۍ په ضد د جنګ په حالت كښې دے٬ او دا څنګه كېدے شي جې كوم هېواد د ترهګرۍ په ضد جنګ كوي ھغه په منطقه كښې ترهګرۍ ته وده وركوي۔ ده ووئيل د هند دا طريقه ده چې د هرې پېښې تور په پاكستان ولګوي٬ ده ووئيل هند د پهلګام پېښې په شا آبي ترهګري كړې٬ بيا ئې جوماتونه په نخښه كړل، زمونږ سول آبادي ئې په نخښه كړه٬ مونږ به د دې جارحيت بشپړ ځواب وركوٶ ٬ قام يو دے٬ هند ته د هم د ھغوي په ژبه كښې ځواب وركړے شي۔