اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شهرام خان ترکئي وئيلي دي هند په منطقه كښې خونړے كردار لري ٬ مودي د آر اېس اېس تربيه لرونكے دے ٬ هغوي جنګ غواړي٬ د مودي د يرغل غندنه كوٶ۔ د جمعې په ورځ د هند په پاكستان د جارحيت په ضد بحث كښې قامي اسبملۍ كښې شهرام خان تركئۍ ووئيل دا هېواد زمونږ دے او د دې دفاع زمونږ فرض دے۔ ده ووئيل زمونږ فضائيه دښمن ته بشپړ ځواب وركړے٬ په دې مونږ ھغوي ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔