د ګجرات قصاب له پاك پوځ بشپړ ځواب وركړے٬ مونږ جنګ نه غواړو خو د بريد كېدو په صورت به چمتو ولاړ يوو۔ شازيه صوبيه

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې شازيه صوبيه وئيلي دي د ګجرات قصاب له پاك پوځ بشپړ ځواب وركړے٬ مونږ جنګ نه غواړو خو د بريد كېدو په صورت به چمتو ولاړ يوو۔ د جمعې په ورځ د هند لخوا په پاكستان د جارحيت په ضد بحث كښې شازيه صوبيه ووئيل حكومت دې په سفارتي محاذ موثر كردار ولوبوي او پارلماني پلاوي دې نړۍ ته واستوي كوم چې د هند ناوړه څيره نړۍ ته په ډاګه كړي۔ دې ووئيل دا وخت د ذاتي اختلافات په ځاے پاك پوځ سره اوږه په اوږه د اودرېدو دے ٬ د پاكستان اولس پاك پوځ سره ولاړ دے۔