د اے این پی صدر ایمل ولی خان د پخواني وفاقی وزیر حاجی یعقوب خان د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پېښور 09 مئی (اے پی پی) د عوامی نېشنل پارټي (اے این پی) صدر ایمل ولی خان د پخواني وفاقی وزیر حاجی یعقوب خان د مور او د اے این پی پخواني كانديد حلقه پی کے-52 مردان علی خان د نيا په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ایمل ولی خان ووئيل د مور په شان د عظیمې هستۍ جدا كيدل يو لويې زيان دے۔ د اے این پی صدر دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ده ووئيل په دې غم كښې عوامی نېشنل پاړټي د غمجني كورنۍ سره برابر شريكه ده۔