د پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره مړانه او یه زړه پورې تګلاره د ستائنې وړ ده۔ مولانا فضل الرحمان

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشرمولانا فضل الرحمان وئيلي دي پاك پوځ چې د كومې مړانې او غوره تګلارې سره د هېواد دفاع كړې ھغه د ستائنې وړ ده، وخت راغلے چې مونږ خپلې دفاعي ادارې مضبوطې كړو او ھغوي سره اودرېږو۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د هند لخوا د پاكستان په بېلا بېلو ځايونو كښې د بريدونو په حواله په ايوان كښې په جاري بحث مولانا فضل الرحمان ووئيل دا يو حقيقت دے چې دا مهال پاكستان د هند د جارحيت په مقابل كښې په ډګر دے ٬ هند په سول آبادۍ ٬ جوماتونو او مدرسو بريدونه كړي او زمونږ مېندې خوئندې شهيدانې شوي خو د پاكستان وسله والو ځواكونو چې په كومه مړانه او غوره لائحې سره د هېواد دفاع كړې ھغه د ستائنې وړ ده، ده ووئېل زمونږ ګوند ګرد هېواد كښې نننۍ ورځ د دفاع وطن په توګه د لمانځلو پرېكړه كړې او ټولو مكتبه فكر ته غږ شوے چې ھغوي د هندي بريد بشپړه غندنه وكړي٬ د پاكستان موقف په ډاګه كړي او قام ته د متحد پاتې كېدو درس وركړي۔ په دې لړ كښې به په 11 مئي ملين مارچ كېږي چې پكښې به د پاكستان اولس په بشپړه توګه د يووالي څرګندونه كوي او د پاكستان موقف به واضح كوي٬ ده ووئېل په 15 مئي به په كوئټه كښې ملين مارچ كېږي چې پكښې به د بلوچستان اولس د يووالي څرګندونه كوي٬ ده ووئيل حكومت ځوانانو ته سول ډيفنس لپاره د نومونو ليكلو وئيلي دي ٬ مونږ خپل انصارالاسلام څانګې ته په دې لړ كښې امر كړے چې كوم ځاے د مرستې ضرورت وي هلته به د انصارالاسلام ځوانان كردار لوبوي۔ ده ووئيل زه ايوان له باور وركول غواړم چې كه د پاکستان دفاع لپاره په وړومبي صف كښې څوك جنګ لپاره چمتو دي نو ھغه به زمونږ د ديني مدرسو زده كوٶنكې وي٬ زه تجويز وركول غواړم چې حكومت دې د مدرسو په اړه د قانون سازۍ پخپل لوظ عملدرامد وكړي دغسې چې نړۍ ته پېغام لاړ شي چې مونږ متحد يو۔مولانا فضل الرحمان ووئيل د هېواد د ادارو په ضد په سوشل ميډيا د ډنډورې په ضد دې حكومت اېكشن واخلي٬ ايوان له د سنجيدګۍ څرګندونه كولو سره د هر ډول كمزورو نه بچ كېدو سره د طاقتور پارلمان كردار لوبول پكار دے