وسله والو ځواکونو د هند ارادې خاورې كړې، ټول پارلمان او ملت د پاکستان ځواکونو سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي وسله والو ځواکونو د هند ارادې خاورې كړې دي، ټول پارلمان او ملت د پاکستان ځواکونو سره ولاړ دے۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بحث په مهال ده ووئيل د هند په پاکستان تورونه لګول بې بنسټه او د حقائقو منافي دي٬ هند چې خپل غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې كوم ماحول پېدا كړے ھغه ترهګري ده٬ هند د پاكستان وجود نه زغمي٬ كله چې ورته موقع په لاس ورغلې پاكستان ته د زيان رسولو نه يي ډډه نه ده كړې خو زمونږ وسله والو ځواکونو د هند ارادې خاورې كړې دي۔ ده ووئيل ټول پارلمان او ملت د پاکستان ځواکونو سره ولاړ دے او زمونږ پوځ د نړۍ په غوره پوځ كښې شامل دے چې وظيفائي پوهه يي ملګرو ملتونو او نړيوالو ادارو هم تسليم كړې ده۔ ده ووئيل مونږ سره جديد جنګي الوتكې او وسلې سره سره د ايمان جذبه هم ده٬ زمونږ فضائيه په ګرده نړۍ كښې په وړومبي ځل رافيل جنګي الوتكې رانسكورې كړي٬ كه مودي دا ګڼي چې په يرغل كولو به الېكشن اوګټي نو دا د ھغه ناداني ده٬ د مودي د كبر جام نسكور شوے دے