
اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي ټېكس كښې اضافه او د غېر قانوني تجارت په ضد موثر اقدامات كوٶ٬ د ټيکس په نظام كښې اصلاحات د انصاف، کارکردګۍ، او د معاشي شموليت د اصولو په رڼا كښې كېږي ۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د لندن د برټش امريکن ټوبيکو سينئر نمائندګانو سره په ملاقات كښې كړې چې پكښې په غېر قانوني تجارت٬ جعلي ټوبېكو مصنوعات، او په پاکستان كښې د موجوده ايکسائز ډيوټۍ نظام په اثرات د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ برټش امريکن ټوبيکو نمائندګانو د پاکستان د تماكو په څانګه كښې د قاچاق او د جعلي مصنوعات زياتېدلو په چېلنج د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ هغوي زور راوړو چې د داسې فرېم ورك څانګه دې په مركزي چوكاټ كښې راوستلې شي چې د جائز كاروبار ودې او د موثره ريګوليټري نګرانۍ لپاره مرستياله شي۔ د خزانې وزير اورنګزيب دا معامله يوه جائز اندېښنه ګرځولو سره باور وركړو چې په دې مسئله به د راتلونكي وفاقي بحټ د تيارۍ په مهال په سنجيدګۍ سره غور وكړې شي۔ ده د حكومت د پراخه عزم پخلے وكړو چې پكښې ټېكس كښې اضافه، بېلا بېلو څانګو كښې رسمي حيثيت اختيارول او د غېر قانوني تجارت په ضد موثره نفاذ شامل دے۔ د خزانې وزير واضحه كړه چې د ټيکس په نظام كښې اصلاحات د انصاف، کارکردګۍ، او د معاشي شموليت د اصولو په رڼا كښې كېږي۔ د ملاقات اختتام په دې شريك مفاهمت وشو چې د اولسي صحت مقاصد او مارکيټ ته رسمي شکل وركولو په مېنځ كښې توازن قائمول ضروري دے او پاکستان كښې يو مستحکم او په قواعدو او ضوابطو اډانه تجارتي ماحول ته وده وركول د دواړو ډلو مشتركه پام لرنه ده