پاك پوځ د هېواد دفاع او مقابله كوي٬ كورنۍ چارې به په قامي اتفاق وړاندې بوځوو۔ د دفاع وزير خواجه آصف

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي پاك پوځ چې څنګه د اېل او سي٬ وركنګ باٶنډري او په نړيواله پوله د هېواد دفاع او مقابله كوي٬ په هېواد او منطقه كښې د دې مثال نه ترلاسه كېږي، كورنۍ چارې به په قامي اتفاق وړاندې بوځوو ٬ دوست هېوادونه په واضحه توګه پاكستان سره ولاړ دي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د هند د روان يرغل په حواله په قامي اسمبلۍ كښې د مولانا فضل الرحمان لخوا د پورته كړو نكات ځواب كښې د دفاع وزير ووئيل د نړۍ يو هېواد داسې نشته چې زمونږ ورسره رابطه نه وي٬ مونږ خيليجي هېوادونو سره هره ورځ په تماس كښې يو٬ د ايران خارجه وزير دوه ورځې وړاندې پاكستان ته راغلے ٶ ھغوي سره زمونږ په بېلا بېلو چارو خبرې شوي٬ خارجه وزير اسحاق ډار د يواے اي، قطر، سعودي عرب او چين سره په د ورځې په بنياد خبرې كوي٬ ده ووئېل په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن سلامتي كونسل او په نورو فورمونو د هند جارحانه ارادو په فعاله توګه ځواب وركوي او د ھغې نتيجې هم رامخئ ته كېږي، يو دوو هېوادونو د هند ملاتړ كړے خو زياتره هېوادونه يا خو نيوټرل دي او يا د پاكستان د موقف ملاتړ كوي٬ ده ووئېل زمونږ دوست هېوادونه پاكستان سره ولاړ دي، ترکيه ، چين او آذربائيجان په واضح توګه د پاکستان په ملاتړ كښې رامېنځ ته شوي ٬ د هند نزدې ملګري هېوادونه هم د ھغوي سره نه دي ولاړ ، اسرائيل د مسلمانانو او اسلام په دښمنۍ كښې هند سره ولاړ دے٬ ده ووئيل د مدرسو زده كوٶنكي زمونږ دويم دفاعي لائن دے٬ ھغوي په ديني تعليم پوهېږي او د شهري دفاع ضرورت لپاره كارېدې شي۔ ده ووئيل كورنۍ معاملې به په قامي اتفاق رائے حل كوٶ٬ وزيراعظم ښكار د اتحاد پیغام ورکړر٬ خارجه وزير به په خارجه محاذ تفصيلات وړاندې كړي ٬ د ايوان كارروائي هم روانه ده او مونږ به لمحه په لمحه ايوان او قام خبروٶ۔ خواجه آصف ووئيل پاك پوځ چې څنګه د اېل او سي٬ وركنګ باٶنډري او په نړيواله پوله د هېواد دفاع او مقابله كوي٬ په هېواد او منطقه كښې د دې مثال نه ترلاسه كېږي