د سري لنكا فضائیه چورلكه نسكوره شوه٬ چورلكه كښې ناست 12 كسان محفوظ پاتي شول

Flag of Sri Lanka

کولمبو۔9مئی (اے پي پي ) د سری لنکا په شمالي مينځني ولايت كښې د فضائیه چورلكه د مادورو اویا آبي پانګو كښې تباہ شوه خو په چورلكه كښې ناست 12 كسان محفوظ پاتي شول ۔ د شنهوا تر مخه د سري لنکا د فضائیه وياند ایرندا ګیګنیج ووئېل دا پیښه د جمعې په سهار رامخې ته شوه ، د پیښې په وخت په چورلكه كښې د 2 پائلټس پشمول12 كسان ناست وو ۔ ده ووئېل په پیښه كښې ټول كسان روغ پاتي شوي چې پكښې 2 ژوبل شوي كسان د سېمې روغتون كښې داخل كړے شوي