
کابل۔9مئی (اے پي پي ) د افغانستان په خوست ولايت كښې د سېلاب څخه دوه كسان په حق رسېدلي او 3 ژوبل شوي دي ۔ د شنهوا ترمخه د ولايت حکومتي وياند مستغفیر ګرباز ووئېل د تند باران د لاسه راغلي سیلاب څخه د یعقوبي اولسوالۍ په صابري كليو كښې دوه كسان په حق رسېدلي او درې ژوبل شوي دي ۔ د مستغفیر ګرباز ووئېل سیلاب مقامي خلقو ته هم ډېر مالي زيان رسولے، ځكه چې په ټوله اولسوالۍ كښې په درځنونو كورونه ٬ دکانونه، په سوونو ایکړ ولاړ فصلونه او سړکونه بهېدلې دي یا زيات تباہ شوي دي ۔ د افغانستان موسمیات محكمې د لا بارانونو پیشنګويي کړې ده او راتلونكو ورځو كښې د هېواد په 34 كښې په 18 ولايتونو كښې د سیلاب راتللو خبردارے وركړے شوے دے