
اسلام آباد۔9 مئی (اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي ټول قام پاك پوځ سره ولاړ دے او د كوم هم بريد به مكمل ځواب وركولے شي٬ د پولو دفاع او د هېواد سلامتيا لپاره ټول قام يو دے۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د هند لخوا د پاكستان په بېلو ځايونو د بريدونو په اړه په قامي اسمبلۍ كښې په روان بحث كښې وفاقي وزير ووئيل د ګردې نړۍ په وړاندې هند ناوړه څېره په ډاګه شوې ٬ هند بايد په كومه غلط فهمۍ كښې پاتې نه شي٬ پاكستانے قام كه په نورو چارو خپل مينځه اختلاف لري به خو د پولو په حفاظت او د هېواد د دفاع او سلامتيا په معامله يو دے او په دې به كومه سودا ونه كړي۔ ده ووئيل پاكستانو ځواكونو ته سلام كوم كومو چې د هند د بريد خله ماتې ځواب وركړو۔ ده ووئيل د ګجرات د قصاب لاسونه يوازې د مسلمانانو په وينو رنګ نه دي بلكې مودي مسلمانانو سره سره د مسيحيانو او سكھانو وينې هم تويې كړې دي۔ حنيف عباسي ووئيل هند د نړۍ تر ټولو زيات ترهګر هېواد دے ٬ په نیپال، آسټریلیا، کاناډا او برطانيه كښې هند ترهګري كوي۔ ده ووئيل هند چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې كومه ترهګري كوي د هغې ثبوتونه موجود دي۔ ده ووئيل هند پراپېګنډه كوي چې مونږ اېف 16 ويشتلے دے ٬ هغوي خو د هغې خوا ته هم تېرېدے نه شۍ۔ ده ووئيل مونږ د بدل اغستو عزم كړے ۔ دې لپاره به مونږ د وخت او ځايې تعيين كوو۔ مونږ ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې يوو ٬ د ترهګرۍ ټول تورونه رد كوو۔ ده ووئيل كله هم چې هند كښې د بي جے پي حكومت وي ٬ ترهګري كيږي۔ دغلته په هر يو اليكشن كښې ډرامه جوړولې شي۔ ده ووئيل مونږ هندي سندور هغوي لپاره تنور جوړ كرے۔ د رېلوے وزير ووئيل مونږ 9 مئی والا نه بلكې 28 مئي والا يوو۔ ده ووئيل څوك هم چې هېواد څخه بهر څخه هېواد سره دښمني كوي هغه غدار دے۔