د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې لنډ مهاله سفير نيټلی بیکر په 48 ساعته كښې دويم مهم ملاقات ٬ په پاك هند تاؤ تريخوالي ٬ د پولو په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې لنډ مهاله سفير نيټلي بيكر په 48 ساعته كښې دويم مهم ملاقات كړے په كوم كښې چې په پاك هند تاؤ تريخوالي او د پولو په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی لنډ مهاله سفير د روانې كړكېچنې وضعې او رامخې ته شوي صورتحال څخه خبر كړو۔ ده لنډ مهاله سفير ته د هند د ډرون ترهګرۍ په اړه بريفنګ هم وركړو۔ ده ووئيل هند ټولو نړيوالو قوانين څخه سرغړونه كړې او د عامو وګړو ودانۍ د ډرونز د لارې په نخښه كړي شوي۔ ده ووئيل پاكستان فعاله كارروائي كولو سره په درځنونو ډرونز رانسكور كړي۔ ده ووئيل د منطقې د خطرناك صورتحال ذمه وار هند دے۔ دا مهال ټوله سيمه د جنګ خلې ته رسېدلې۔ ده ووئيل سلامتيا ته د زيان رسولو به چا له اجازه ورنكړؤ۔ د امريكې سفارت پولیټیکل قونصلر زېک هارکن رائیډر هم په دې موقع موجود ؤ ۔