
اسلام آباد۔9 مئی (اے پي پي ) وزیراعظم شهباز شریف د قامي اسمبلۍ غړي اېم خان ډابا سره د هغه د پلار پخواني صوبائي وزير ٬ د پنجاب اسمبلۍ غړي او د مسلم ليګ ن لارښود حاجي عرفان احمد خان ډابا په حق رسېدو غمرازي ښكاره كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم اېم خان ډابا ته ټېلېفون وكړو او هغه سره يۍ د هغه د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔ وزیراعظم ارواښاد لپاره د بخښنې او غمجنې كورنۍ له د صبر او استقامت دعا وكړه۔ وزیراعظم ووئيل حاجي عرفان احمد خان د سياسي غړي په حېث د اولس خېر ښېګړې له د قدر وړ خذمات ترسره كړل۔ زمونږ ټولې خواخوږۍ د ارواښاد كورنۍ سره دي۔(