
اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ناروے خارجه وزير ايسپين بارتھ ايدے سره ټيليفوني خبرې وكړې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم هغه د پاكستان په بېلو ښارونو د هند د غېر قانوني او بې دريغه بريدونو د لاسه د ناوړه شوې وضعې نه خبر كړو د كومو په نتيجه كښې چې د مېرمنو ٬ كوچنيانو او مشرانو په شمول بې ګناه وګړي شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر په دې خلاف ورزو ٬ كومو چې سيمه ايز امن او سلامتيا خطر سره مخ كړے د زغم څرګندونه كړې ۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د
پاكستان حكومت د هېواد د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع كولو عزم لري۔ د ناروے خارجه وزير ایسپین بارتھ ایدے په روان تاؤ تريخوالي ژوره اندېښنه او د وګړو په دړدېدلي ځاني زيان غمرازي ښكاره كړه۔ ده د پاكستان لخوا د زغم څرګندونه ستائېلو سره نورو شخړو څخه بچ كېدو لپاره په كړكېچنه وضعه كښې د كمي او د سفارتكارۍ عملي كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ناروے خارجه وزير په سماجي او اقتصادي څانګو د پاكستاني تاركين وطن د مثبت همكارۍ اعتراف وكړو۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه مرسته لا مضبوطولو او په بدلېدونكې وضعه كښې يو بل ته د نزدې پاتې كېدو د عزم پخلے وكړو