
اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار يوسف د پوپ ليو چهار دهم په ټاكنه د ګردې نړۍ مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د نوې پوپ ټاكنه په ګرده نړۍ كښې كروړونو مسيحيانو لپاره د ډېر لوے روحاني اهميت موقع ده۔ د جمعې په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل دا ټاكنه په يوه داسې موقع شوې ده كله چې نړۍ سختو مسئلو سره مخ ده۔ نړۍ امن ٬ سماجي انصاف ٬ بشري وقار او د رحمدلۍ حق لپاره مضبوط غږ ته اړتيا لري۔ پاكستان مسيحي ورورولۍ سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او دې ته د ودې وركولو عزم لري۔ ده ووئيل د نوي پوپ ټاكنه د ګردې نړۍ خلكو لپاره د تمې او هيلو يو نوے باب دے۔ هيله ده چې پوپ لیو چهار دهم به بېن المذاهب همغږۍ او په نړۍ كښې امن ته وده وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔