
تهران۔9 مئی(اے پی پی) د ايران د هوائي پوځ مشر حمېد واحدي اعلان كړے دے چې د ايراني پوځ ټولې جنګي الوتكې اوس په ځايي توګه تر اوږدې فاصلې هدف جوړونكو توغندو ٬ وسلو او نور سامان سره چمتؤ كړې شوي دي۔ د العربیه اردو له مخې ده تېره ورځ د هوابازانو اولني انفرادي پرواز دستورې ته خطاب كښې ووئيل د ايران وسله وال ځواك به بشپړ قوت سره د هېواد دفاع كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هيواد له يو حساس پراؤ څخه تېرېږي او داسې افسرانو ته اړتيا ده كوم چې مهارت او د پېوستون عزم لري۔ ده ووئيل په نړۍ كښې علم د رڼا رفتار سره خپرېږي او مونږ هم بايد وروستو پاتې نه شوو۔ د ايران لخوا دا بيانونه په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوي دي كله چې د اسرائيل د دفاع وزير یسرائیل کاتز د زيارت په ورځ خبردارې وركړو چې اسرائيل څه حوثيانو سره وكړل هغه به ايران سره هم وكړي۔ دا اشاره څو ورځې وړاندې په يمن كښې په حوثي هدفونو د اسرائيل بريدونو پلو وه۔