
اسلام آباد۔9 مئی (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د ګردې نړۍ مسيحي ورورولۍ له د پوپ ليو چهار دهم په ټاكنه مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيرعظم ووئيل چې دا تاريخي ګھړۍ د ګردې نړۍ كروړونو كسانو لپاره د تمې او هيلو نوے باب دے۔ ده ووئيل پاكستان مسيحي ورورولۍ سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او دغې ته وده وركول غواړي۔ ده زياته كړه چې پاكستان د بېن المذاهب همغږۍ ٬ دوه اړخيزه احترام او امن او د بشري وقار سولييزې ودې شريكو مقصدونو عزم لري۔